چې خوږه د بلبلانو تر نغمو ده
د امو او اباسين ژبه پښتو ده
دا چې سر وهي په ګټ څپه نڅيږي
مسته کړې ښه په لاره کې ټپو ده
هرسپرلی چې ورته راشي حيرانيږي
جوړه شوې دغه خاوره له وږمو ده
د ګلانو او ماليار مينت پرې نشته
د غمي غوندې بې عيبه او بې خو ده
لکه ښکلی سړی ځان پسې راکاږي
هر غزل د اټک اوس د اورېدو ده