دا د نــفــرت د قسمتونـو روح پــریــږدۍ پــریــږدۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ
کچکول د مینې په نـفـرت بـانـدې بـدلــۍ بـدلــۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ
دمـــاغ د مست لیونــې ، ډوب د ماښــام فکــر کې
څــه عجیـبه سحـر ؤ ، پــروت د يــو جــام فـکـر کې
غیــرت ښـــکلا د لـټــون ، جــــنــون د مســتې نغمـې
څوک چې بیلتون سه مل شې ،وي به سرسام فکر کې
شــرابــو ګـوټ کې تــل مستې وي د پردۍ پردۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ
تیندک د زړه سینه کې ، ژوند په فریاد نه ښکارې
دا د شـتمـنــو فــکــر ، پــه دوي ابـــاد نـــه ښــکارې
یو خوا ړندۍ دي سترګې ، آینه کې ځان نه وینې
ډوبـــه جـالــــه روانــه ، یــو طـرف بــاد نـه ښـــکارې
د خپل تقدیر څپی به ئې کله اوس بچکۍ بچکۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ
د نــوی کال په مخ کې ، ژوند هم په غم بدل دی
سپرلـی چـې راغـی دلتـه ، خـوې د صنـم بــدل دی
څوک خوشحالې نـه کـوې ، وینو سـیـلاب بهــیــږې
د تــیــر وخــتــونــو بــرخــه ، نـــوم د ادم بدل دی
قسمت په خوب باندې ویده به څوک ويښۍ ويښۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ
څه د ریښمینو ټال کې ، قام ته مقام اخلې اوس
د تور خاما ر له خولې نه ، برخه د قام اخلې اوس
شـعور بیدار د ژونـدون ، د نسیم سـتـوري پـیـغـام
روڼ د سـبـا فکــر نه ،فــکــرې قــیــام اخلې اوس
دا د لــعـلــونـــو خــــزانــې رانــه لـوټـکۍ لـوټـکـۍ
مـــیــــنـــه ورکـــــــــۍ ورکــــــــــۍ