تل چې زه جګ سر دحماسو په میخانه کې وړم
می دغرور خولې ته دپښتو په پیمانه کې وړم
دا که رانه تل د زړه قرار په بهانو کې وړي
زه ترې نه بوسې دنه راتلو په جرمانه کې وړم
دلته خو چنار او منار دواړو اوراخیستی دی
چېرته به اوس هیلې دلمبو په اشیانه کې وړم
استه به وي بیا په ډک محفل کې څوک خبرنه شي
حال ورته دې زړه داسويلو په افسانه کې وړم
ستا دتصور دسندریز محفل ساتم برم
ځم ورنه خپل غم مې دسلګو په ترانه کې وړم
هوډ مې پسرلی دنېمکرغي بیا په راتلوويني
ګل چې مستقبل ته دازغو په زمانه کې وړم
ځي دکرشمو په تصویرونوکې روانه ده
زه پسې ايينې چې دککو په استانه کې وړم
بار په اسويلو مې کړل (حسنه) ارمانونه ستا
زړه نه دې خاشې د بړبوکو په یارانه کې وړم
+++++
هم به کړي تا هم به کړي ما لوخړه
بس دتعصب به کړوسپرغۍ خبرې
ته دې فارسي زه به پښتووایمه
خوکړو به یاره افغانۍ خبرې
ډاکتر حسن