کاظم بيمار ننګرهارى د کابل پوهنتون استاد
ځان ته افغانان وايو خو زړونه مو جدا ښکاري
دغسي کارونه مو کلتور کي اشتباه ښکاري
راشئ چي نږدې شو سره ورونو په يو يون باندي
ټول سره را ټول شوپه رښتيني يو تړون باندي
دا د ځان ځانۍ جهان کړو ورک له خپل منځو ځني
يو وارې يو ځاي شو، شو جدا د دښمنيو ځني
دا کار که ونه کړو تباه کيږو بربا ديږو مونږ
راغلي غليمان دي هره ورځي وژل کيږو مونږ
کله دى طالب بولي او کله دى با غي وروره
کله دى اورپکى، ترورست، او کله دى يا غي وروره
ټول جهان راغلى ستا هيواد او ستا ديار ته نن
تو پونه او ټانکونه يي، دي راوړي ستا مهار ته نن
ډاريږي ستا له نومه أي افغانه لږ بيدار شه ته
دامونه يي در ته ايښي خداي لپاره لږ هوښيار شه ته
غواړي جوړ درنه غلام کړي په درنودرنو بمو باندي
هم، ورور له تا جدا کړي په ډالر واو يو رو با ندي
لږې د بيمار خبري واوره زه مو ورور يمه
د خپل هيواد بلبل يمه شپه او ورځ په شور يمه