دخپریدو نیټه : 2011-12-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
حسن خان درمل
ستا تر دره رژیدلی درته راغلم
لکه ګل خزان وهلي درته راغلم
ته مې خپل کړه اې جانانه! نور څه نه شته
په زړګي ډیر دردیدلی درته راغلم
زما اوښکو ته په سپک نظر مه ګوره
یو ځل بیا هیلو نیولی درته راغلم
خلک پریږده چې څه وایې ، ودې وایې
د پښتو غیرت زبېښلی درته راغلم
اوس چې نوم زما د میني درسره شو
ځکه بیرته ، بیرته تللی درته راغلم
د بیلتون دروازې بندي شوې وصاله
بې مرهمه غم ځپلی درته راغلم
نور دې خوښه خپلوي او که شړي مي
زه درمل خو نابللی درته راغلم