دخپریدو نیټه : 2012-01-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دا دچا کلی دی
احمدجان نوزادی
دا په باروتو چی سوځیږی دا دچا کلی دی
چی د چا زړه نه پی خوږیږی دا دچا کلی دی
چی ګاونډی یی د اوبو په ځای پطرول ورشیندی
دنفاق اور کی چی سوځیږی دا دچا کلی دی
کلونه وشوه سوی لسیزی او پیړی تیری شوی
چی یو په بل نه خپه کیږی دا دچا کلی دی
چی د پردو په پردی ژبه خپل په ورور وردانګی
دیوبل مرګ ته چی خندیږی دا دچا کلی دی
ونی باغونه یی د غم ترخی ترخی یادوی
غرونه دغمه چی ژړیږی دا دچا کلی دی
د اسمان سترګو کی باران اوښکی توپان ختم شو
د وچ کلی اورکی سوځیږی دا دچا کلی دی
پردی خو پریزدی چی خپل هم ترینه ریښی باسی
څوک یی په وینه نه مړیږی دا دچا کلی دی
څوک یی تاریخ د احمدشاه او میرویس خان ورانوی
د ازادی، نوم کی ختمیږی دا چا کلی دی
چی په نومو نو د مذهب او یا دقوم یا میلیت
یا د پکړی یا د پکول او په بل کوم تهمت
چی مظلومان کی نابودیږی دا خوارزما کلی دی
نوزادی ځکه پی ژړیږی دبابا کلی دی
دا دبا با کلی دی افغانه ستا کلی دی
عزیزه ستا کلی دی زما ګرانه ستا کلی دی
پښتونه ستا کلی دی تاجکه ستا کلی دی
هزاره ستا کلی دی ازبیکه ستا کلی دی
بلوڅه ستا کلی دی ایماقه ستا کلی دی
دا زما ا وستا کلی دی یارانو زما کلی دی
دا زما او ستا کلی دی یارانو زما کلی دی