مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

رڼا مومند

د زړه دردونو کی می شور نه ښکاري
نن می ټپونه پری ټکور نه ښکاري

باڼه د سترګو پری ستی غوندی شول
باڼه چی ستا ورته په لور نه ښکاري

ما ویلی غم به دی په زړه ساتمه
یاغي مرغه شو نن په کور نه ښکاري

څه لباسی غوندی وختونه راغلل
سپینو کی تور مو چیرته تور نه ښکاري

ظلم جفا سره عادت شولو نن
د شرم نوم کی څه پيغور نه ښکاري

څومره ساړه د زمانی زړونه شول
احساس د مینی کی چی اور نه ښکاري

نن د الفت اغیار په لوړه ناست دی
د انسان مړینه ورته پور نه ښکاري

په دواړه سترګو نن ړانده دی ګوره
د زړوو قاتل په قتل تور نه ښکاري

د رڼا خیاله لاس می پورته که ته
پاتی په زړه کی چیرته زور نه ښکاري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery