دخپریدو نیټه : 2012-01-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
زرلشت حفيظ بشريار
نور مې مه لوله جانانه کتاب نه يم
ستادمينې دمذهب ښه ثواب نه يم
ته دزړونوعبادت کې حافظ نه شوی
اوس څرګنده يم مخ پټ دنقاب نه يم
چې تصويرسره مې پټه خوله غږيږی
زه کافربت کده شوم محراب نه يم
انارزړه کې ارمانونه مې بيشماردي
هيلومړه کړمه ژوندوکې حساب نه يم
سپين کفن دسولې تاوکړئ له مانه
ارام غواړم نوردجنګ دعذاب نه يم
زه دژوند دازمښتونوامتحان کې
حفيظ وايې نوردمينې ګلاب نه يم