دخپریدو نیټه : 2012-01-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ساجده څانګه
نن په زړه مـــــې راورېږي زمــــــــــــــاپلار
راته هروختـــــې يادېږي زمـــــــــــــــا پلار
په زړګي کـــــې مې دردونه پسـې وشي
چې لمـــــانده جداکېږي زمـــــــــــــــــاپلار
څومره نازبانـدې يې غېږکې کړمه لويه
څنګه مـــــانه به هېرېږي زما پــــــــــــــلار
دعاګــــانې به کوم ورته هروخـــــــت کې
په لمنځونوکــــــــــې يادېږي زمـــــــاپلار
وايي څانګه ترقيـــــــامته به هېرنشــــي
تل به زړه کې مــــې اوســــېږي زما پلار