دخپریدو نیټه : 2012-01-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اوښکه
محموده تقوا
اوښکه
زه اوښکه یم نګاره ستا په یاد وڅڅیدم
ګریوان کې شومه خښه بې حساب وڅڅیدم
تا ونه لیدم وچه شوم په خپل پښتون ګریوان کې
کوم بل همراز مې نه و په کتاب وڅڅیدم
بوستان کې مې ستا حسن ته تشبیوې لټولې
مثال د مونده نشو په ګلاب وڅڅيدم
نغمه د آدم خان مې چې تر غوږ شوه زه پیدا شوم
زه اوښکه د درخو یم په رباب وڅڅيدم
زیارت، معبد، مسجد او کلیسا مې کړل ټول ستړي
له درد سره ملګرې په محراب وڅڅيدم
دا هر څه بې ارزښته و دا ستا مغرور زړګي ته
زه هسې بې بدله بې ثواب وڅڅيدم
تقوا په سترګو ټپه شوه خوزه ترې وچه نشوم
د زړه د تاو خوله وم ستا په باب وڅڅيدم
۱۳۹۰/۶/۳