دخپریدو نیټه : 2012-02-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
شاکر
دا کلی ښه دی په جانان ښه دی
ځکه مې ژوند ښه دی ګزران ښه دی
وايي جانان ياري کې خوند پيداشي
بس کله کله خو هجران ښه دی
چې پکې ته نه يې خوږه دلبره
له دغه کلي بيابان ښه دی
ښه دی چې راغلې ليونی ومه زه
اوس مې ريښې ريښې ګريوان ښه دی
بل سړی ستا دومره ناز نه شي زغمئ
ناز دې په ځان مني حيران ښه دی