زما دجونګړی څلور خواوي لکه قبر غوندي
شمع بلیږی خو رڼایی لکه جبر غوندي
داخپل ژوندون انځورومه په وړوکی کاغذ
دا خپل تقدیر په قلم ووهم د تبر غوندي
ټوله شپه تیره کړمه ستا په یاد کې ويښه ويښه
یوڅو شیبی به اوده شوی یم د جبر غوندي
خلکو داجام دژوندون څنګه په مزه څښلی دی
او ساحله تا خو نوش جان کړلو د زهر غوندي