دخپریدو نیټه : 2012-02-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نعيمه غنی
نن چې بې تا یمه جانان نه لرم
لکه مات ستوری یم اسمان نه لرم
هغه مستي هغه شوخی مې نه شته
هغه سهار هغه ماښام نه لرم
په تصور کې دې تصویر وران شوی
نور اعتبار په خپل ګمان نه لرم
له ډیرې ویرې په څنګل وچیږم
یتیمه اوښکه یم ګریوان نه لرم