مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتون ویاړ

نویده خوشبو میاخیل
میړنې دي توریالې او ننګیالې دي                             نومیالې، بریالې  هم جنګیالې دي
شاهکارنو مثالونه یې  ډیر  پریښي                            په تاریخ کې کارنامې یادې د دوې دي
 
لور د توخي ،مور دنیکه وه نازک خیاله(۱)
ځیرکې نیا مې بابا زوې دی روزلې
په مات قلم چې چا چیغه د وحدت کا
هغه دردمنده په کوهاټ کې زیږدلې(۲)
د شین خالې اسماني غږ وینه په جوش کړه
غازیانوټولو  د الله اکبر نارې وهلې
میوند په ننګ په غورځنګ بریالی شو
څنګ د غازیانو ته ملاله ښخه شوې
څه باجرعته با عزته لور د خټک وه
خپله مینه ېې په ښو ټکو ستایلې(۳)
په خپل پوړني کې یې ادب او نثر ټول کړ
ویاړ د افغان، د افغان یوې کلیوالې(۴)
 
حیرانه دې ته یم چې تعبیر ولې بدل شو
خواره بې وزله یم  او هم یې  ځپلې
څوک راته وايي چې ته تشه کوپړې یې
نو بیا مې څنګه عاقل زوې زیږلې
بل راته وايي کتاب لیرې قلم کیده
څنګه رانه اخلې چې الله حق راکړې
پښتون تاریخ کې به انا بیا پیدا شي ؟
دې خداې بښلو د کورنې ملاتړ لرلې
 
۱: نازو انا زرغونه انا
۲: شاعره او مبارزه الف جانه
۳: بي بي حلیمه
۴: میرمن مستوره چې په کونړکې زیږدلې او د پوړني په نوم شعري ټولګه لري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery