دخپریدو نیټه : 2012-02-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
احمدجان نوزادی
د لیوه نه انصاف غواړی نادان ته یی
چی د بل په مټو ویاړی نادان ته یی
څه ښه وایی پردی کټ تر نیمو شپو دی
په پردی تو پک چی ویاړی نادان ته یی
زما خندا و ځینو ځینو لره راشی
ددښمن ځنی چی ژاړی نادان ته یی
په دنیا کی دی دوی لاری د مردانو
د نامرد نه چی په ډار یی نادان ته یی
په قلم توره دی سر د حریف غوڅ کړه
که د جوړی انتظار یی نادان ته یی
عاقلان خو ددښمن نه ګیله نکړی
ددښمن سره په سپین میدان جګړه کړی
سر ښندل خو دمړونو نارینتوب دی
نوزادی وایی ځان هوښیار که سردار ته یی