مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجنګ سره جنګ

محمد فاروق (وړ)


ته جنګ غواړې که سوله ؟ چې دجنګ سره دې جنګ دی
الماس ئې که سور اوریې ؟چې دزنګ سره د ې جنګ دی
هر رنګ دلته خرڅیږي،شغالانو رنګ بدل کړ
ته څوک یې؟دشغال او که درنګ سره دې جنګ دی
ښه ځیرشه!ددښمن دتبلیغ ګردپه تا پرینوزي
دبل او که دخپل نامه او ننګ سره دې جنګ دی
سوری دې نه خوښیږي،چې لَوَړ ورپکې کیږدې
حیران یم ،هم دکړند هم دتنګ سره دې جنګ دی
ته غواړې ،د په لاس جوړ ګریوانه په سر ټال وخورې
دخپل وچ- کلک رقیب (تکتورلونګ) سره دې جنګ دی
جانان کاسه دماته کړه ، په سد یې که بې سده؟
د ښویخو تروو که دبادرنګ سره دې جنګ دی
پیمخې په کړس خاندي ،وایي: پرې یې ږدئ ! بوډا دی
په سپین پالنګ دناستې ،که پالنګ سره دې جنګ دی
ته بل ته داسې وایې،چې:تاولې ناموس خرڅ کړ؟
دوږیو مریدانو که کَلنګ سره دې جنګ دی
ترخپله وسه زور وهه!امید دی،چې را خلاص شې
ؤلچک یې،دشکنجوددهمزنګ سره دې جنګ دی
ډیرزر به دې سر سپین شي،یوه لکڼه ځان ته واخله!
دسپک ـسپاند سیاست او ددړدنګ سره دې جنګ دی
دتا مخاطب څوک دی؟چې په ډاګه داسې لیکې:
(شراب خورې،دتریاکو او دبنګ سره دې جنګ دی)
هم روغ او هم ناروغ زړونه یې ټول ټوټې ټوټې کړل
دتار ،پردو او دروي که اهنګ سره دې جنګ دی
نغمه داتڼ آروې،خو دځای نه نه خوځیږې
دکوم پړي ،ځنځیراو یا نیرنګ سره دې جنګ دی
غنم یې که شړشم؟آخربه چیت ـ پیت یا اوړه شې
دکلکودرنو تیږواو آونګ سره دې جنګ دی
حلالې او مردارې وینې یوشان په مزه چښي
دخوګ په خوټه سریښ  ناولی ګنګ سره دې جنګ دی
دښمن ته خبر ورکړه!چې:دما سنګر سوراوردی
بدن به دې  اور واخلي،دپتنګ سره دې جنګ دی
درنګ ،ژبې او ځای په تړاو سوال درسره نشته
نیکبخته یې،دهریوه شوم غورځنګ سره دې جنګ دی
دروم او قُم دګډ یرغل لړۍ ته دې پام ساته!
دپاپ او فارس دظلم دفرهنګ سره دې جنګ دی
تهران،اسلام آباد او دوشنبې دې ولې هیرکړل؟
دخوست ،کنړ،نیمروز او یکاولنګ سره دې جنګ دی
څلور تورې،ډالونه او لاسونه دې په کاردی
دپیر،چاپلوس،ټګمار او دملنګ سره دې جنګ دی
درځه!دمارکوپولو دآهو په پله پل کیږده!
دپړانګ اوتراسمانه جګ کړنګ سره دې جنګ دی
کړامې دې پټې نه کړي،دلارنس ملګری ډیردی
ځایناستي دچرچل یوه ډیرزرنګ سره دې جنګ دی
لوی خدای(ج)چې درسره وي،په ځنګله کې مه ډاریږه!
د یېږې،لیوه ،پوما اود پلنګ سره دې جنګ دی
هم روس او هم انګلیس، کاوبای ته وویل :بدبخته!
زر تښته لکه زه! دډول دډنګ سره دې جنګ دی
افغان یې،دپردي ترقومانده لاندې شرمیږې
باتوره!دناتودهر سرهنګ سره دې جنګ دی
کیدی شي،چې دمینې او دعقل نمونه وې
ډیر ورته یې دلفین ته ،دنهنګ سره دجنګ دی
که چل ورپکې نه وي ،ته دویاړ او تقدیروړیې
موږهم ټول درسره یو،دفرنګ سره دې جنګ دی
اوس پوه شوم فاروق (وړه!)چې سپیڅلی مسلمان یې
دپست ،جاهل،ظالم او دبې ننګ سره دې جنګ دی

 زولینګېن ـ جرمني۱۵.۱۰.۲۰۱۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery