مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

رڼا مومند

 

ستا غمونه ماته څه اشنا ښکاري
چیرته که روا او ناروا ښکاري
زړه مې ستا د زړه کیسه په غوږ اوري
څومره که کڼه دغه دنیا ښکاري
بیا مې د ارمان ناوي ناري وهي
خدای چې نیمخوا راته دنیا ښکاري
(ماوې زه به مخکې درته وژاړم)
سترګي خو د تا نن په ژړا ښکاري
ژونده! ماویل زه دی قرباني یمه؟
دلته خو هر څوک راته سودا ښکاري؟
بیا دزړه ټوټې په لاس را ټولي شوۍ
ورانه مې د هیلو ډولې بیا ښکاري
ستا غم او زما غم سره یو دی نن!
شوڼډو دا وعده نن د رڼا ښکاري!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery