دخپریدو نیټه : 2012-03-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مټ
اجمل اټک يوسفزی
جانان لرم شکر ايمان لرمه
جنت لرم افغانستان لرمه
دومره بې کسه او بې وسه نه يم
ستوري لرمه او اسمان لرمه
لمر يم انکار تيارې کولای نه شي
وجود لرم نوم او نشان لرمه
بيا به بچي په کې بازان وزېږۍ
شمشاد لرمه او واخان لرمه
اټک هيڅوک را نه خوړلی نه شي
پښتون يم مټ او بازوګان لرمه