بیا يې پررڼو اوښکو لندې شونډې شکرې دي
لړ کې دلعلونو يې پېيلي مرغلرې دي
نه ځمه یوازې , دفکرونوکږليچونو کې
تاو له تنهايي مې داشنا دغم لښکرې دي
وایم په منار خو دجومات مو ډزې مه کوه
واېي چې دسولې يې په سرناستې کوترې دي
راشه چې په یو اوبل کې ورکې ارواګانې کړو
شونډې او مچکې خو وړې وړې خبرې دي
ګوتو دبڼو کې يې نيولی لور دورځو دی
کوم لور ته روانې يې چې بيا سترګې لوګرې دي ؟
رابه وړي غزل ته نوی رنګ ستا له فضا دعشق
بیا چې د(حسن) دتخیل خورې وزرې دي