دخپریدو نیټه : 2012-03-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګلچين
اجمل اټک يوسفزی
ته چې را ښکاره شې سپوږمۍ ورکه شي
پورته اسمان لاندې نړۍ ورکه شي
در په در يې خير پسې ګرځومه زه
لږه چې شي ډکه ځولۍ ورکه شي
نښه په لينده پښتون رسا ولي
کلي ته چې راشي مرغۍ ورکه شي
توري ګلچين کړمه د چا دپاره
خو چې هغه راشي ګېډۍ ورکه شي
دې خړې چرګۍ ته چې سپک وګوري
خپله د ظالم نه ماڼۍ ورکه شي
يو ځل چې اټک غريب وروګوري
سمدستي بيا هغه جلۍ ورکه شي
/ کامه