دخپریدو نیټه : 2012-03-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مظلومې چيغې
جاويد احمدزی
راشه چې څه غمونه سره شریک کړو
د قندهار یادونه سره شریک کړو
د شين اسمان تر لاندې د شنو فصلونو
هغه تېر وختونه سره شریک کړو
زما د ماشومې لورکۍ خوږه پښتو
اوس يې تش سوچونه سره شریک کړو
سپېره مخ يم د چورلکو په نڅا کې
بس خړ پړ رنګونه سره شریک کړو
تا چې تل ستاينه د ګودر کوله
لوټ شوی خيالونه سره شریک کړو
نه اوری د مظلوم فریاد ټول کاڼه دي
څو پاتې غږونه سره شریک کړو
د احمدزي مقصد پښتون وښول دی
د وروری لفظونه سره شریک کړو