الله بل زړګی د صبر راکړه مرمه
دغه یو خو لاړ اوبه شو ټول په اوښکو
دغه یو خو لاړو ختم شو په اور کې
آه ویده وو ماشومان زما په کور کې
بیا زموږ د کلا ماته دروازه شوه
بیا د غم بلاوې راغلې زما کور ته
د تهذیب دعوه دار بیا لاسونه سره کړل
د کمکیو ماشومانو په سرو وینو
د تور سرو بوډاګانو په سرو وینو
الله الله رانه هېره رڼا ورځ شوه
توره شپه د غم ده تورې بلاګانې
بیا یې وشیندل غمونه زما ورور ته
بیا یې وویشل غمونه هر یو کور ته
الله مرمه الله مرمه الله مرمه
زما زړه تمام اوبه شو
د ویشتلو زړونو درد زغملی نشی
له دې خړو دېوالونو او بامونو
د بمونو یاغی ګرد زغملی نشی
بیا سپېره مخونه ژاړو
بیا لوی ویر چاپه وهلې
د کلا دروازه ماته
کورنۍ ټوله میراته
الله الله، الله الله
زړه تمام شو په آهونو
په ولس د ویر راغلې هیولا ده
بیا سپېره مخونه ژاړو
بیا لوی ویر چاپه وهلې
د کلا دروازه ماته
کورنۍ تر خاورو لاندې
ماشومان تر خاورو لاندې
د سپرلي له راتلو وړاندې
ژېړ ګلان تر خاورې لاندې
ماشومان تر خاورو لاندې
کب ۲۲ – ۱۳۹۰