دخپریدو نیټه : 2012-03-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
واحديارعبدالرحيم زى
دپنجوايي دپيښې په ياد
دلته دستوركتارونوباندې ډزې كيږي
دلته دسرسړوسرونوباندې ډزې كيږي
يوڅوك دسولي په نوم راشي له مونږ سوله يوسي
دلته دسولې كاروانونوباندې ډزې كيږي
زمونږ دمارف تنكي ګلان دوي په ږوليوولي
دلته قلم اوكتا بونوباندي ډزې كيږي
دمورپه غيږ كې دمعصوم بچي لاڅه جرم وي ؟
دلته تنكيووړكونجونوباندې ډزې كيږي
كه څوك سپيڅلي عقيده لري نوپټ دګرځي
دلته ممبراومسجدونوباندې ډزې كږي
نورواحدياروايي له دې كلي نه كډه كوو
دلته زمونږ په زخمي زړونوباندې ډزې كيږي