مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زنګاوات

جاويد حيدرزى

اى پښتونه ځان اګا كړه چې جهان دې دى دښمن
اى زما وروره پښتونه خپل افغان دې دى دښمن
د طالب او لقاعده په نوم مو وژنې هره ورځ
زموږ ميندۍ، ښه ځوانان او ماشومان په كندهار
يو ځل بيا توپګ كړه پورته نړيوالو ته ښكاره كړه
چې بچي د احمد شاه يو او لسمي د ميرويس خان
يا به يوسو كفونونه يا به وګټو خپل ځان
˝حيدرزى˝ خو درسره دى دښمنان به كړو لړزان

دا شعر مې هغه وخت وليكو كله چې د كندهار په ولايت كې د صليبى يرغلګرو د يو تن عسكر له لخوا زموږ د پښتونو كورنيو 21 غړي ووژل شول.
 02:33 P.M دفتر – دوشنبه 23,12,1390

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery