: ::
د غرو ډبرو اوښكي توى كړ
پاڼې د ځنګلو ورېژېدلې
لاړې واوري لاړې
څاڅكي د باران وشرمېدولو
اسمان په تروه ټنډه
ورېځي وشړلې
هيله او مسكا
له ځمكي ولاړه
سپېرو دوړوكړله لاندي
لمر خپه دى
سترګي سرې شوې
سره اورونه ترې بادېږي
خالي ګوګل دى
زړونه كاڼي
ميني لاړې
په غورځنګ دي نفرتونه
اى په مينه مستو
سر ببرو لېونيو
اولسونو?
راشئ راشئ
چي دا ورك ځانونه
سرګردانه د دنيا په هوسو كي
د جنون تر پېټي لاندي
دا ده ميني
او وروري فكرونه
بيرته خپل كړو
د نفرت تخمونه
ګاڼي زړونه
له ګوګله را وباسو
تر څو به دا ماښام وي
تر څو به دا وي تور تمونه
لا به څو وي فريادونه
ويرونه او دردونه
راشئ راشئ
د لوى الله په نوم
د انسانيت د درملني
او دوا په نوم
د ميني او ښكلا په نوم
د هيلو او رڼا په نوم
زړه د ميني كوركړو
دا لوى جهان سمسور كړو
ښكلا د زړه دنيا كړو
له انسان سره وفا كړو
بلي كړو ډېوې د ميني
ورته جوړه
ښكلې يوه دنيا كړو
(رحمتي ګيلانوال دبي)
2009/3/3