كوټه
د نفرت سينه څيرمه، د الهام كور مې اباد كړ
يو جنون دى له ازله، د انجام كور مې اباد كړ
هم ګلاس دى هم ساقي دى، هم شراب هم ميخانه ده
له زاهده توبه ګار سوم، د خيام كور مې اباد كړ
درويشي ده ګدايي ده خو جذبه او مينه هم سته
څو لفظونه مې پر زړه دي، د اسلام كور مې اباد كړ
څه د واورې غوندې يخ وو، څه د اور په شانې ګرم
سره غونډ مې پر يو مخ كړل، د كلام كور مې اباد كړ
توپانونه زلزلې دي، مځكه هر وخت په درزا ده
زه غريب بې لاس و پښو يم، چې ناكام كور مې اباد كړ
چېرته لېري له وګړو، د يو لوى غره په لمن كې
د ابدال په لار ښوونه، يو ګمنام كور مې اباد كړ