خـودبـه غـوغـاكـړمـه عالـمـه چي جانـان مې نـشـته
وطـن مې ډك لـه نـاروغـانـوروغ انـسان مې نـشتـه
داڅـنگـه حال سـؤدښـمن وينـمـه ددوست پـه جامـه
شــپي يـم پــه سـرنــيولي لاره دكـاروان مـې نـشـته
ظــالـم تــه وايــمـه ښـاغـلي ښـه سـتايـنـه يـې كـړم
سترگي ړنـدي پـه غـوږوكوڼ يم حق زبان مې نـشـته
لــمونـځ يـې قـضـاسـي ددنــياكـاريـي قـضـانــلـري
وخــتونــه كــيږي دبــلال ښـكلـى آزان مـې نـشــته
عـظيمه اوس شـاعران ستـايـې ډيـرښـكلااوبــنگړي
كاكړه ځكه چي رحمان اوخوشحال خان مې نـشـته