یـــوبوډا ناست و پریشــانـــــه معـلومیږي
سترګي سرې غم یې له ورایه څرګند یږي
تــــور چشمان یې د کـــولکو راوتــــــلي
تـــرغي پرغي وچ شـونډان وینه بهـیږي
وږی تــږی څنګ وهـــلی یوپسخې تـــــه
د بـــڼې رنګ یې الــــووتی پیکه کـــیـږي
نفــس کـــاږي ساه شړي بېله وقـــفې نــه
سریې ریږدي پر لکـــړه تکــیه کــــــیږي
ورنـــژدې شــوم چي پـوښتنه ورنه وکړم
بې اختیاره یې سلګۍ پـــــه زوره کـــیږي
بیګا تلـــلی وم میلمه داشنـــــا کـــورتــــه
اوس مي خپل کلی کوڅه نه څـرګند یـږي
داسي وایي بمــــــباري وه د چـــورلکـــو
زلــــزله جـــوړه هـرڅه پکښې ورانیـږي
نـــراوښځي ماشـــومان ترخـــاورولانـدي
لارمي ورکه په چاره څوک نه پــوهـیـږي
اما نزی هک پک حیران وم ورته تلـــــلی
خــدایه ته رحـم کــوې نور څـــه پیښیږي
ناروي ۲۵مارچ ۲۰۱۲