مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند

احمدجان نوزادی

 

هسی  یا غی او باغی، هسی د شوره ډک ؤ
زما څپاندهلمند، هسی د زوره ډک ؤ
لکه پیړی دمخه،  لکه کلونه پخوا
هسی یی موج خروشان، هسی څپه بی پروا
 
سرله ډبرو وهی غونډی غونډی رادرومی
دی مخ په وړاندی روان پیړی پیړی رادرومی
هره څپه کی دده  زور ددیوانو پروت دی
ددی سینه کی عقل دلیونیانو پروت دی
 
هره څپه کی خروښ  هسی غوریږی هلمند
د ځمکی زړه  را څیری ځنی تیریږی  هلمند
د هلمندیانو ژوند ته دغه سند،  رنګ ورکوی
دهر بزګر مټو ته،  قووت د جنګ ورکوی
 
دغه مست سند د هلمند ددنکو غرورا درومی
وحشی موجونه وهی   په ګړنګو را درومی
دسترګی رپ کی داسند ډیر واټونه وهی
زما دولس چوپړ ته دا  په لیمو رادرومی
 
کله مسکی شی داسند مخ په ځنګل ووهی
که غصه شی داسند  په لوی غره سر ووهی
کله زمریانو غوندی را وغړمبیږی داسند
لکه یو وږی لیوه را وغریږی داسند
 
د قهر ډکه دی داسند،  دی هیبتناکه هلمند
هر څه دځان سره وړی هسی بیباک دی هلمند
دا توپانی وی همیش خوله کی ځګونه راوړی
په دی خاموشه  بیدیا کی  توپانونه راوړی
 
ای د توپان ملګری ای ماته ګران هلمنده
سینه دی لوڅه کړه نن یم سرګردان هلمنده
پسله کلواو وختو له تانه اور غواړمه
ودی ویده ولس ته شور غواړم زور غواړمه

یه مسته مسته سنده سینه ماله څه اور راکوه
لکه ستا مستی څپی وسرته شور راکوه
زه هم یاغی یم ته هم راشه لاسونه ورکړو
ودی خپه ولس ته زړه ورکړو مینه ورکړو

تا خو ودی ولس ته پخوا مستی ورکول
تایی ومړو ريښو ته ژوند او هستی ورکول
ستا دسینی ځنی خو دی ولس اور اخیسته
ستا د یاغی څپو نه زلمیانو شور اخیسته
 
ستا دموجونو قووت ما تاریخو کی لوسته
ستا د ګرمی حرارت ما په سرو کی لیده
څه سول هغه موجونه څه سول هغه شازلمیان
چی په توپان به ورتلل څه سول هغه هلمندیان

زړه کی یی مینه دژوند سرکی د ژوند سندره
هلمنده ستا شانتی مست خبره یی وه خبره
په یوه هوډ یو پیمان لکه یو روح او یوځان
دخپل وطن لپاره وه یو تربله قربان
 
مسته یاغی هلمنده ویده موجونه مست کړه
په دی ویده ولس کی وینه رګونه مست کړه
سره سره اورونه راوړه ډیره ګرمی راوله
وسوځه تخم د جنګ سوله اشتی راوله
 
راځه چی و وینځو نور دغه د اوښکو توپان
ځه چی د بیخه باسو دا دمرګو قاصدان
دغه ویده وګړی نن و موسی ته اړی دی
دغه ټول مړه وګړی و مسیحا ته اړدی
 
راځه دی مړو رګوته خپل درګ وینه ورکړو
راځه دی مړو ريښوته ژوند ورکړو مینه ورکړو
راځه ډیوی بلی کړو راځه رڼا راولو
ورکړو وژوند ته هدف راځه مسکا راولو
 
یه مسته مسته سنده ستا له څپی نه قربان
ستا  وهر موج ته واری ستا له قطری نه قربان
ته دی تل  مست یی سنده تل دی یاغی اوسیږی
نوزادی وایی تاته
تل دی څپانده یی ته تل دی هاتی اوسیږی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery