دخپریدو نیټه : 2012-04-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
میرویس مومند
زړه کې مې نرۍ غوندي لمبه وشوه
بیا مې د پښتون ورورنه ګیله وشوه
څنکه خوب ورغلې چې پاڅیږي نه
ځکه يي د کورمنځ کی جګړه وشوه
دومره نه پوهیږي چې دا څه کیږي
ورسته د حملی وايي حمله وشوه
چا يي ماشومان کړله په خوب قتل
ورسته يي په مړو معامله وشوه
کلي او بانډي يي لولپه شولي
ځکه يي په کور کې جنازه وشوه
دا خو دسیسي د یهودیانو دي
ځکه خو يی دین ته مسخره وشوه
وایه ځان ازاد او که اسیر بولی
ستا د اسارت خو انګازه وشوه
هغه سرچې ټیټ نشونن ټیټ نشي
زړه کې مې د ویري وسوسه وشوه
هیر شو ستا ملې قهرومان ولی
یو اواز سره به يي لړزه وشوه
ستا وجود کې نشته د احمد جذبه
ځکه دی په کورد مرګ نغمه وشوه
څو به د غفلت په خوب ویده یي ته
پاڅه خوږ وطن کې دی لانجه وشوه
نوم د ازادۍ راباندې خوږ لګي
دغه خوږه څړیکه می د زړه وشوه
زه میرویس مومند خواندیښمن یمه
کله چې په دې ملت حمله وشوه