د ځوانيمرګ ملګري شهيد مشتاق احمد ريدي په ياد
كابل
نور نه (مشتاق) يو، نه وختونه جانانه تېروو
د جدايي په جهنم كې، جېلخانه تېروو
ستا د ځوانۍ، ستا د ښايست، ستا د مستيو داستان
موږ يو لګيا يو بل ته، وركه افسانه تېروو
موږ هم بلاوي يو چې هيڅ بلا وهلي نه يو
نه مرو برداشت كوو بدرنګه زمانه تېروو
سږ پسرلى پخپله غېږه كې (رېدى) نه لري
سږ پسرلى پر زارده چاودې دامانه تېروو
موږ په نوروز كې زړونه خورو ستا په زړو يادونو
نوى بهار ستا د مزار پر استانه تېروو
شراب وهو، نشه كوو، بېله تا خوند نه كوي
هسې ځانونه تر ساقي او ميخانه تېروو
ستا د ګلرنګ وجود ګلاب چې ځان پر باد وسپارى
اوس به د چا تر غوږ زر ذوقه ترانه تېروو؟
كال خو به موږ ستا د خمار په افتخار لمانځلو
دا كال به موږ په نوم د كوم يو مستانه تېروو