مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوږ وطن

احمدجان نوزادی

 

څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی داو وطن
ددی هرڅه زما خپل دی
ددی کاڼی ددی غرونه
ددی مست سرکښ سندونه
د امو نه تراټکه زما ځان دی داوطن
څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی داو وطن
ددی دښتی ددی غرونه
دا وحشی وحشی ځنګلونه
ددی شاړی دامانونه
ساده ښکلی ولسونه
دشمال ترجنوبه ټوله ځان ددی وطن
څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی داو وطن
ددی هرڅه زما خپل دی
زما په خوی عادت پوهیږی
ضرورت د پاسپورت نسته
په رنګوپیژندل کیږی
هزاره دی که پښتون دی
دی ګلان ددی وطن
څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی داو وطن
دا پراته پراته قومونه
دا زما د بڼ ګلونه
که ازبیک یا پشه یی دی
یا ایبک نورستانی دی
بلبلان ددی وطن
څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی داو وطن
هندوکش دی که سپین غر دی
که امو دی یا کنړ دی
د کوکچی نه تر دامانه
تر هلمند او ارغسانه
که څه سمه ده یا غردی
یا بیا بان ددی وطن
څومره خوږ دی دا وطن
څومره ګران دی دا وطن
 زه دده یم او دی زما دی
یو دبله نه بیلیږو
وینه خټه مو یوه ده
که هر څه سره جنګیږو
دا تاریخ په ډاګه  کړی
دافغان دی داو وطن
څومره خوږ دی دا وطن
راته ګران دی دا وطن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery