دخپریدو نیټه : 2012-04-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
انور تبسم( ځاځی)
تســــلي زړه ته ورکووم خوجانه چیرته کیږي
بې غـــیرله تا نه زنده ګي جانانه چـیرته کیږي
زړه با یلودل څه هــنرندی زړه ګټل مشکل دي
دغه ســودا دومره ساده اسا نه چـــــیرته کیږي
زړه صــبرول زما دوس خـــبره نه ده ګــــرانه
دا دومره ګران کار په اسانه ګرانه چیرته کیږي
زړه بدا وی په محبت کې کلــه کلـــه راځــــــي
دا همیـشــــــه پخــلا کول له مانه چــیرته کیږي
زه د جـونګـړې ګـداګـــــرته د محــل شـهـزاده
ریشـــته زما اوستا د مینې خانه چــیرته کیږي
زه تبســـم ستا د هجران د للمې مړاوی ګل یم
وایه په للـــموګــلان بې بارانه چـــیرته کیږي