دخپریدو نیټه : 2012-04-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بختوره لیلا
عبدالاصر نالان
زما په خیال هم جادوګره ښکاري
د کلي پيغلو کې کوتره ښکاري
په انتظار مې سترګې وخوږيدې
راته بې غمه بختوره ښکاري
د کلي پېغلې مې ليدې روانې
زما لیلا نن بې ګودره ښکاري
چه نن ترېنه بوسه وغوښته“نالان”
کوږ سر روانه مراوره ښکاري
خوست