مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مولانابلخي ته

امان الله نصرت

مولانا جلال الدين محمد بلخي ته     
               د عقيدت پيرزوينې
(څلوريزې)
ته صوفي وې فلسفي وې ستر انسان وې
حقيقت کې رسيدلى تر جانان وې
ستا فکرونه مو په زړونو حکومت کړي
په نړۍ کې ځلاند ستورى د عرفان وې
٢١\١\١٣٩١ هرات

مولانا ته حق پرست وې دين پرست وې
له دنيا نه بې پروا وې خداي پرست وې
د عرفان شمعې دې بلې کړې نړۍ کې
ته د رب په پاکه مينه باندې مست وې
٢١\١\١٣٩١ هرات

د عرفان رنګين ګلونه درسره وو
د توحيد عالي فکرونه درسره وو
رڼاګانې، ځلاګانې، ښکلاګانې
د حق ښکلي پيغامونه درسره وو
٢١\١\١٣٩١ هرات
 
ته شيدا وې ته عاشق وې ته مجنون وې
محبت کې رسيدلى تر جنون وې
د رڼا له قافلو سره دې يون وو
ته د مينې لاروى د حق مفتون وې
٢١\١\١٣٩١ هرات

لکه لمر هسې ځليږې په دنيا کې
ته په زړونو کې اوسيږې په دنيا کې
د عرفان او معرفت بله ډيوه وې
تر قيامته به ياديږې په دنيا کې
٢١\١\١٣٩١ هرات

ته د وخت د تصوف لوى شهنشاه وې
په ظاهره که ګدا وې پټ پاداه وې
اي د عشق و معرفت په ميو مسته
ته زما د هر چا وې ددنيا وې
٢١\١\١٣٩١ هرات

تا د عشق له خم نه راوړل ډک جامونه
د توحيد د فلسفې رنګين بابونه
 اى د ژوند ددبستان لويه استاده
تر ابده به ژوندي وي ستا فکرونه
٢١ \١\١٣٩١ هرات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery