چا په پاټک چا په مرمی وخوړی
چا په پکول چا په لونګی وخوړی
چا نکتایی وی ډیره کش تړلی
چا په کالیو او سدری وخوړی
څوک له خپل کاره کور ته ستړی راشی
چا خو په ډیره چالاکې وخوړی
څوک د په ډیرو منډو نه شی خوړی
یویو شیر بروتی په کوټی وخوړی
څوک په کوچونو کې خوبونه کوی
چا خو په ډیره مانده ګې وخوړی
څوک د Ac شمال ورو ورو لمسوی
چا خو په ټکنده ګرمی وخوړی
کار پوهان خپل کار ته پلانونه تړی
یو ه یوه په ډیره سادګی وخوړی
څوک په حجاب څوک چادری کې د خوری
بعضو په ډیره بی شرمي وخوړی
څوک په چاغی څوک لاغری کې د خوری
دی مریضانو په ګولي وخوړی
قیومی بس کړه د خوړلو قصی
موړ په څوک نه شی دنیاګي وخوړی