په لار کې به دې تم کړمه شرمیږې خوبه نه
لمن به دې راونیسم ډاریږې خوبه نه
نورلپه کې دزړه نشم دراز سکروټې وړی
ستا نوم که په خوله راغلی منکريږې خوبه نه
انګارله ډیري مینې شه په پټه خوله مې سوځه
رسوا مې نه کړې کلی دی لوګیږې خوبه نه
دې زړه کې مې چې ګرځې کنه غم ته ورکړه لاس
دا ښار دی ګڼه ګونه کې ورکیږې خوبه نه
لمبې مې دجذبوځغلي رګونو کې ډاریږم
سپینچکه لکه کوچ يې ويلي کيږي خوبه نه
بل جام چې يې دشونډوراته ونیوراپه غوږ شوه
وې لارکې چې (حسنه) ځې زنګیږې خوبه نه