بيا مې د زړه کورته قافلې د غم روانې دي
ګرانې دي اشنا د بيلتانه ورځې دې ګرانې دي
ستا قاتل باڼه ګوره خويونه د مغلو کړي
سترګې دې هرڅو که مينه ناکې دي افغانې دي
ستا د مخ کشمير يې په يرغل رانه نيولى دى
زلفې دې قسم دى دښمني کوي هندوانې دى
ساتي به خپل پت زما شمله به پرې اوچته وي
نجونې د وطن مې غيرتمنې مسلمانې دى
ځار د خپل دلبر له جړ وربل ملالو سترګو شم
ښکلو د لاهور کې مينه نشته رقيبانې دي
خدايه دا زما په وطن څه وشول او څه کيږي
پيغلې د کابل مې په خيبر اوړي ستومانې دى
زړه مې دى وطن کې زه نصرت که پيښور کې يم
ځار يې شم له خاورو خير که مړې يې رڼاګانې دي