دخپریدو نیټه : 2012-05-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ملا کاکا
عبدالباري رمان
داڅـــنګه ظلم دى چې زموږ بانډو کې کيږي
واى واى خــــونـدې مــو يو په بل خـــرڅــــيږي
داڅـــه ظالمـــــه زمــــــانه شـوه ـــــــ دحق وينا ده دلته ګرانه
خورمې په زوربل ته واده شوه ـــــــ دحق وينا ده دلته ګرانه
نه هيڅ تپوس اونه پوښتنه ترېنه کيږي
واى واى خوندې مو يو په بل خرڅيږي
پيســو بدل کې پــــــلاران لـــوڼې ـــــــ دځيناورو خولي ته اچوي
په سترګو ړوندپه غوږو کوڼ وي ـــــــ دځيناورو خولي ته اچوي
زموږ په ټولنه کې په ښځوتېرى کيږي
واى واى خوندې مو يو په بل خرڅيږي
عـــــزت دښـــــځو نشـــــته دلـــته ـــــــ ظلم زياتى ورباندي ډير دى
څوک يې بدنه وايې دې عمل ته ـــــــ ظلم زياتى ورباندي ډير دى
دبل ګـــــناه وي په بــديو کې ورکـــيږي
واى واى خوندې مو يو په بل خرڅيږي
کونډي ته خداى ورکړي خوښه ـــــــ څوک چې يې زړه وي هادي وکړي
دپـــــاک قــــــرآن ايت يې نښـــــه ـــــــ څوک چې يې زړه وي ها دي وکړي
افغانان وايې چې تربور کونډي يې زما کيږي
واى واى خــــــوندې مـــــو يو په بل خـــرڅـــيږي
( رمـــان ) وکونډي ته په زوره ــــــــــ دملا تړلي چې ما وکړه
دابه مـــــنې ته يې مجـــــــبوره ـــــــــ دملا تړلي چې ما وکړه
دکلي مـــــلا کاکا ويل نکاح يې کـيږي
واى واى خـوندې مو يو په بل خرڅيږي