نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یم
اوس د وجود په اوږو بار د جنازې غوندې یم
ای ! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څله راوړې؟
زه خو په مازي باد ورکیږم د ایرې غوندې یم
رانه چاپیر دی د حالاتو د لمبو سمندر
زه یې په منځ کې د شډلې جزیرې غوندې یم
په دومره خلکو کې هیچا زړه پورې ونه نیوم
په دومره خلکو کې زه څومره بې اسرې غوندې یم
مه مې راسپړه کنه ګرانې ! راته وبه ژاړې
د ستا د جلان اوس د دردونو د کیسې غوندې یم