دخپریدو نیټه : 2012-05-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وصال
نسم الله لطیفي
نوروز راغلى، د وصال شپه ده
سپوږمۍ را ګوري ورکه تیاره ده
زما په زړه کې، د ارمان غوندې
دسکون غیږ کی پرته ښایسته ده
دلبره زما له حال خبر يې که نه؟
ختمه فراق کې مې حوصله ده
وهرې خواته دې صورت ګورم
پرماراغلی لیونتوب بی پیمانه ده
ياد دې زه بیا جنت ته یوړلم
نشه يې زياته دشرابو ترپیاله ده
لطیفي ستا انتظار تل کــــــړي
بی تا نیمګړی د عشق کيسه ده