دخپریدو نیټه : 2012-05-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دامید غوټۍ
حاجی ګل عزیز کامهوال
چــه مـــي شونډي میلمني په اننگو شوي
دامید غوټـــۍ مـــي بیا په سپړیدو شــوي
چه پریشان نظر مـــي ستا په لور کتلــي
سري مي سترگي بیا د نم په څڅیدو شوي
په هر پیچ او تاب دزلــفــو کښـــي اثـر دي
ځکه بندي مــي اســري په مــنترو شــوي
ځنگیــدل پــه ټــال دزلــفــو دا انـجــام وې
چـــه دننـــه هتکــړۍمـــې په لا ســوشوې
خــبرنــه یـم چه لــمسون به وې چــا کړئ
دا چــه بیـا دیــــار خــــبري دگیلــو شــوي
ما ویل زه به په ژړا کښي درته حـال کـړم
مـالا هیڅ ویلــي نـه ووچـه په تلــو شـوي
دوصال ساعت که ډیر وې لا هــــــم لـږدي
ماتر څو پوره لیدلي ته په تلـــو شـــــــوي
بیا دچاپه فکر ډوب شوي گل عــــــزیـــزه
چه خبري دي نن ټولي په شعرو شـــــوي
( جلال اباد ) 15/1/هش13۷۳