دخپریدو نیټه : 2012-05-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغانستان
ولی محمد« نورزی»
مونږددي خاورې بچیان یُو،دا وطن افغا نستان دی
مونږ په خټه یوافغان یُو،دا هیواد راباندې ګران دی
که پښتون دی که تاجک ،که تُرکمن دی که ازبک
پشه یئ او که بلوڅ دی ،هزاره هم زمونږافغان دی
اسمارې، نورستانې ټوله وړونه د اویماق قزلباشي
ګوره زمونږ خاوره کي دلته هرافغان هم مسلمان دی
ژوند لروعزت لروسترنوم دتیر تاریخ د حقیقت لرو
تن په تن جګړو کي مي په توره ځغلولۍ انګریزخان دی
دین اومذهب دواړه شرعیت او اسلامیت په حقیقت منو
لارکي د اسلام یُو ملا تړلي سر فدا ځان مي قربان دی
څنګه دا جګړوزمونږپرخاوره لوي ماتم جوړکړي
څه وکړو هر لورې خپل ښه دوست مي دښمن ځان دی
چاته زړه نږدی کړم د باور هیله می ورکه شوه
خپل مي حلا لوی وایی جاسوس د انګلستان دی
هیڅکله جنګو کې خوشبختي او نیکمرغي نشته
څنګه د چنګیزاولوی سکندراولس نن وران دی
تیر به دا وختونه شي یووخت به افغان ویښ شي بیا
ژوند به د وروری شي عدالت کي چه انسان دی
خدایه افغان اولس ته روغه جوړه نیک مرغې ورکړی
زه«نورزی» صابریم چه دا هیله زما ارمان دی
می ۲۰۱۲