خيال مې شه احساس مې شه غزل مې شه
ياره ددې ستړو ورځو مل مې شه
لارې د منزل مې ګلورينې کړه
څرک د رڼاګانو د محفل مې شه
سوځم د حالاتو په بټيو کې
درد مې يې درمان مې شه درمل مې شه
څو به خورم څپيړې دم په دم پر مخ
راشه د زخمي زړګي تسل مې شه
بلې يې ډيوې پر ديوالونو کړه
حسن او ښکلا د ړنګ محل مې شه
شپې ورځې د ژوند مې کړه نغمه نغمه
مينه شه ديره د زړه پر تل مې شه
راشه په ټپو راته دا غرونه کړه
سوله شه وږمه د چاپيرچل مې شه
بيا چې په سندرو ابشارونه شي
مل لکه د سيوري په هر پل مې شه
بيا کړه د نصرت احساس څپې څپې
ګل مې شه ښايست د تاج محل مې شه
١٠\٦\٢٠٠٠ جلال اباد