دخپریدو نیټه : 2012-05-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تـروږمــۍ
امانالله نصرت
تقدير کړل را پـه بـرخـه پــه ازغـو کـې منزلـونـــه
دتورو تورو شپو په تروږمو کې منــزلــونــه
راځه سپينې سپوږمۍ لږى دزړه کيسې مې واوره
دي ورک رانه دژوند په ماښامو کې منزلــونــه
وختونو مې دهيلو کچکول ډک کړ لــه ايـرونـه
حالا تو تري تم کړل بړبوکو کې منــزلــونـــه
په غرونــو دخيبــر ورپسـې ستــړى ستــړى گـرځــم
شمشاده راته ښايه اشارو کـــې منـزلـونـــه
را درومه اباسينه چــې يــوبــل تــه غــاړې وځــو
پيدا که ستا په زړه کې کړم څپو کې منزلـونـه
راځه چې سره کښيـنو او پــه خپلــو کـــې جـرگـه شـو
ا شنا کله مونده شي فاصلو کــې منـزلـونــه
دهيلو پراسمان مې د ماتـم وريځـې خــورې شــوې
رقيب کړل راته خاورې په جگړو کې منزلونــه
شپونکيه په شپيلــۍ دې ويـده زړونــه پــه ټـپـو کـړه
مونده که چيرې کړم ستا په نغموکې منزلونه
نصرته دسپرلي وږمې خورې په پښتونخوا شوې
ځليـــږي د هــرگـل پــــه اننـگـو کــــې منــزلــــونـــــه