هر قدم مې په سلګو ده، هره ساه مې په ختو
دا مې څرنګه ژوندون ده چې دنیا مې په ګیلو
زما ژوبل،ژوبل زړه ته، د درملو هیله نشته
افغان وطن
هر پرهر مې ناسور شوي هره اوښکه په زارو
اې د هیلو زیړه لمره، اۍ د سولې مازدیګره
هر ارمان په زنکندن شو هره هیله په ګاڼډو
څومره ستړی له نومونه، څه ټکرۍ د توپان خورم
ای دوخت کاروانه واوره د زړه غږ مې په نارو
هم ازبک، هم مې تا جک،هم پښتون،یا پشه يي
زما هډ زما بدن دی که فارسې کړي که پښتو!
ته مې ګوره هر بچې ته، چې پری بل د جهل اور
خدایه، پورته کړه له مانه تور تمونه د تیارو!