په سور انگارکښی اوسـم
چه بل د یـــــار کښي اوســم
سوځـــــم لمبه لمبه شم
چه انتظـار کـښـي اوســـم
هـــجر خـزان دي اشنـا
زه په بهار کـښي اوســــم
مینــه مــنزل دي زمـــا
ځکه دی لارکــښـي اوســم
عشق کــي هـر څه منم
که خنډ اوخار کښي اوســم
مـراد مـي ته یـي یـــاره
ستا په دربار کښي اوسـم
چــه دي یـوځـل ووینـم
خیر که مزار کـښي اوسم
دابه څه ژوند وې زمـا
چه په بل ښارکښي اوسـم
دلته دنیــا ده څنگــــــه
څنگــه بازار کښي اوسـم
خوښ به عـــزیز یــم هلـه
چه په ننگـرهارکښي اوســـم
پیښور دیر کالونۍ۲۹- ۰۲ – ۱۹۹۱ع