دخپریدو نیټه : 2012-05-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نه پوهیږم ؟
گل عزیز کامه وال
دامي جانان راته په سرو شونډو خندا کړیده
که مي گلشن کی دسرو گلو تماشا کـــړیده
یا ځمکه چورلې یا خوزه بی خوده شوي یمه
یامــــي دلبـر راته په مینه ناز اداکـــــړیده
په تـش دیدن یې رانه یـوړونه پوهیږمـــه زه
یا په جادویا په منتر یي دزړه غلا کـــړیده
یابه نرگـــــس وې په تعظیم په احترام او ادب
یانن ساقي ډکه پیــاله د مـيو بیا کــــــړیده
لکه چه ناست نن زه دعطرو په دوکان یاکوڅه
یا معطـــــــــره مي د یار زلفوهــــوا کړیده
کــاږه باڼه دی دلیندۍغشـو په مثل وینــــــــــم
خدایږوویشتنه یی په زړه باندي رسا کړیده
یا پیدا کړي به عاشق وې خداي په زیړه څیره
یا گل خوبانو پري څه ظلم اوتعدي کــــړیده
دانن سیلاب دی که باران چه راوریږې پر ما
که مي دسترگو فوارو داسـي ژړا کـــــړیده
دا به قانون وې که یواځي به پر ما وې داسي
چه دوفـا پرځـاي مي یار همیش جفا کـړیده
څله مي پوښتي چه پرتاباندي تیرشویدې څه
چـه درقیب سـره مـي یار مینـه پخوا کــړیده
دايـونن نه دي چــه غزلـــي درته وايمــــــه زه
ستا د دي ښكلې مخ عزیز هر وخت وینا کړیده
بانډه - پيښور ( 6/ 10/ 1366 هش)