دخپریدو نیټه : 2012-05-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دا وخت
فرید
تــشه د جــامــونــه پــه میخانه کی له چانه شراب غواړی
سترګی د جــــانان له اغیار سره آشنا له چانه دیدن غواړی
ژبه ګونګی د بلبل سپرلی دی خو بوستان خزان وهـــــــلی
نــــغمه ساز ښکلی کـــلونه د نوع بهار له چا نه غـــــوړی
هغه ګوتی هغه مړونډ ځــــینی پری او ځینی پردی شــــول
ښــــیسته سازونه د رباب شرنګ د بړڼګو له چانه غــــواړی
چــــی تــــل ته پری نــــازیدی سر په دار په حــــلقه ویـــــی
نن پــــرته په پالــــــنک د بل ته لــــه چانه یاری غـــــواړی
د مــــــرګ تصویر په تـــــماشه خپل کور در له جـــــیلخانه
ریـــــــبا درله رقیب دی ته لــــه چانه سیل غـــــــــــواړی
بـــــوستان نه ده کربـــــلا ده بادښــاه د جهان نن یزیدخان ده
کــــــافر تږی ستا د ویـــــنو ته له چــــــانه ژوند غـــــــواړی
تــــر خــــپل مطلب هر یو آشـــــنا په غریب نسکور جهان ده
فرید زور زره نلری تله په لاس د حریص له چانه انصاف غواړی
۱۳۹۱/۳/۵