دخپریدو نیټه : 2012-05-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
درد
اجمل اټک يوسفزی
هره شپه ما باندې تېريږي په درد
لکه ډيوه چې تل سوځيږي په درد
که مې پښتو غيرت هر څه راټينګ کړي
زړه مې د غوښې دی ژړيږي په درد
په يوه درد ټکورومه بل درد
درد مې په خدايږو چې ښه کيږي په درد
لکه کباب لوګی يې خوند راکوي
چې مې زړګی کله پخيږي په درد
زخمونه ښه دي چې بيداره وي تل
اټک له خوبه راويښيږي په درد